IQNA

 له زلزله ځپلو سره د امریکا د اسلامی مرکز او جوماتونو له خوامرستې کیږي

15:40 - February 12, 2023
د خبر لمبر: 3486887
ایکنا-(تهران)په مریکا کې جوماتونه او اسلامی مرکزونه هڅه کوي،دترکیې  او سورئې د  زلزله ځپلو لپاره د اړتیاوړ مرستې برابرې کړي.

ایکناخبری آژانس د اې بی سی ۱۳ له قوله راپور راکړ،د امریکا د اوهایو ایلات د تولیدوي د اسلامی مرکز مشران په دغه مرکز کې د سورئې او ترکیې له زلزله ځپلو سره د خلکو د مرستو غونډولو اقدام کړی دی.

ددغه اسلامی مرکز مشر صالح جبارین  په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د ټولیډو اسلامی مرکز په شان د جومات یا مرکزد تاسیس یو اصول،د ټولنې خدمت کول دي.په دغه اسلامی مرکز کې د زلزله ځپلو لپاره د مالی مرستو یو پروګرام په اجرا کیدا دی او دغه راز په دغو مرستو کې خیمې ،بسترې،ګرم قالي،کمپلې ،بوټان،چپل او د ژمي نور وسایل  غونډيږي.

جبارین دغه راز ووئيل،فکر کوم، دنیا له داسې ډيرو فرصتونو ډکه ده چې خلک خپل ملاتړ او ملګرتیا ښودلی شي.

ددغه مرکز یوه بل مسئول علی احمد هم ووئيل، په ترکیې او سورئې کې د انسان دوستۍ په هڅو کې د ګډون لپاره نوره لارې هم شته ،سپارښتنه کوم د یوې خصوصي تائيد شوي ادارې له لارې  مالی مرستې ولیږدوئ.

 دغه کمپاین به د فرورۍ ترڅوارلسمې نیټې   پورې خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

د ټيکساس ایالت په آسټیّن ښار کې  د اهل بیت(ع)اسلامی مرکز هم په دې اړه دمرستې لپاره یو کمپاین پیل کړی دی ددغه مرکز او د جامع جومات یو مسئول مقام رضاعقیلي ددغه کمپاین په باب ووئيل،کله له هیواد سره نزدې  او په بهر کې  کومه غمیزه رامینځةکیږي، نو جومات  له غمجنو خلکو سره د مرستو لپاره د مالی مرستو کمپاین پیلوي.هغه ووئيل په دې اړه د فارسی ژبې یو شعر هم شته  چې وائي؛«چو عضوی بدرد آورد روزگار/ دگر عضو‌ها را نماند قرار»؛ په همدې باب دی.مهمه  نه ده چې غمیزه په کوم ځاي کې ده،هڅه کوو تر هغه حده چې ئې کولی شو ، له دوي سره د مرستې لپاره کوم کاروکړو،مونږ دغه شان ډیرې لږې مالی مرستې غونډوو او هیله مند یوو دغه څو زره ډالره چې ئې غونډوو  له زلزله ځپلو سره تر یوه حده مرسته وکړئ شو.

 https://iqna.ir/fa/news/4121487/%D8

captcha